پيښور باختر د غبرګولي شلمه :
دخيبر ايجنسۍ دقبايلي سيمې په جمرود ناحيه کې نن دناټو دتړون په ټانکرونو ديرغلګرو څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول .
باختراژانس د ډان ورځپاڼې دانترنتي سايت له خولې خبر راکړ چې امنيتي ځواکونوله هغوپوځي مليشو سره په نښتې لاس پورې کړ چې دناټو په ټانکرونو يې بريد وکړ .
په دې بريد کې دناټو ديو ټانکر دچلوونکي په ګډون څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول
دخيبر سيمه د ډيورنډ له کرښې اخوا دقبايلي سيمو يوه له اوو خپلواکو سيمو څخه ده چې ياغيان پکې فعال دي .
سربيره پردې دغه سيمه په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو داړتياوړ لوازمو او تجهيزاتو دليږدونې دتګلوري يوه مهمه برخه ده چې له دې لارې دناټو مالونه افغانستان ته ليږدول کيږي .
1 1 دقیقه لوستل