امنیت

دهيواد دشمال اوشمال ختيځو ولايتونو امنيتي حالت وڅيړل شو

کابلباختردميزان ١٣
دکورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو سترمعين دهيواد په شمال اوشمال ختيځو ولايتونوکې دافغان امنيتي ځواکونو دکارونو او دانتخاباتي مرکزونودګواښونو کچه  وڅيړله .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ : د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو سترمعين لوي پاسوال محمدايوب سالنګي دهيواد دشمال اوشمال ختيځو په نهو ولايتونوکي دجمهوري رياست دانتخاباتود رايې ورکولو دمرکزونو دامنيت دتامينولودڅرنګوالي دڅيړنې  لپاره دملي دفاع د وزارت
سيمه ييزو ارګانونو ،ملي امنيت د انتخاباتو د خپلواک  کميسيون دارګانونو اودکورنيوچارووزارت ديوشمير رييسانو اوجنرالانوپه ګډهيت کې دبلخ ولايت
ته لاړ .
په هغې غونډه کې چې دشمال اوشمال ختيځو ولايتونو د رايو ورکولو د مرکزونو
د امنيتي حالت د څيړنې په مقصد په  بلخ  ولايت  کې  د٢٠٧ ظفر قول  اردود درستيزوال  اودبلخ ،  جوزجان ، سرپل ، کندز، بغلان ، تخار اودسمنګانودامنيه قوماندانانو او د فارياب اوبدخشان دامنيه قوماندانيو د امنيت  دامرينواو ددغو ولايتونو دملي امنيت درييسانواود شمال اوشمال ختيځو ولايتونو دانتخاباتي کميسيونونو درييسانو، دبلخ دولايتي شورا درييس ،د٢٠٧ظفرقول اردودلواګانو دقوماندانانو، دسرحدي زون  اود عامه نظم ددريمې لواداستازو په ګډون جوړه شوې  وه  د رايې ورکولو د مرکزونودامنيت د تامينولو څرنګوالي وڅيړل  شو .
دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو سترمعين ددغو ولايتونوټولو امنيه قوماندانانو  ته لارښوونه و کړه چې درايې ورکولو دمرکزونو دامنيت دتامينولو لپاره دې له  وروستيو امکاناتو څڅه استفاده وکړي او په دغه ملي بهير کې دخلکو دپراخ ګډون لپاره دې زمينه برا بره کړي  .
دامنيتي چاروسترمعين څرګنده کړه دهغوګواښونود له منځه وړلو لپاره چې
شتون  لري جدي پاملرنه وشي دخلکوباور ځانته جلب اوخپل برياليتوبونه وساتي
او امنيتي ځواکونه دې په انتخاباتوکې خپله بيطرفي رعايت کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته