روغتیا

په سمنګانو کې داووه ديرشو کليو اوسيدونکو دروغتيا ساتنې ښه مطالب زده کړل

 کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٨ :
په سمنګان ولايت کې داووه ديرشو کليو اوسيدونکو  ديو نسف ادارې په همکارۍ 
ددغه ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له لارې دسيمه ييزې روغتيا
ساتنې درعايتولو لارې چارې زده کړې .
ددغې ادارې مسوولين وايي  دغه روزنيز پروګرام ديونسف  موسسې په همکارۍ   دسمنګانو ولايت  دمرکز ايبکو ښار  داتلسو کليو  اودخرم سارباغ ولسوالۍ دنوولسو  کليو په کچه پيل شو  چې  نږدي شپږ زره  دوه سوه کورنيو  دفردي  اوسيمه ييزې روغتيا ساتنې  درعايتولو لپاره  لومړنۍ زده کړې وکړي.
دسمنګان ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجينر محمدآصف دولت شاهي باخترآژانس ته وويل  چې ددغه پروګرام هدف  دساري ناروغيو دخپريدو مخنيوى ، دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه  استفاده  او دچاپيريال   پاک ساتنه ده
ده وويل  دغه پروګرامونه دسيمې   ددرې سوه پنځلسو  تنو  اوسيدونکو ميرمنو له خوا  دکور په کور په ډول چې پخوا يې  زده کړې کړې وې  په شپږو مياشتو کې  عملي  شو.
ده وويل :  دغه راز  دروغتيايي ټيم په سلا مشوره  دمکروب د خپريدو دمخنيوي لپاره داستوګنې په سيمو کې په سلگونو مبرزونه  جوړ شوي دي او دغه کلي  دپاکو  کليو په  نامه نومول شوي دي .
دسمنگانو ولايت د ژوندانه  دچاپيريال ساتنې رييس عبدالهادي عزيزي دکليو په کچه  ددغه روغتيايي پروګرام تطبيق اغيزمن وباله او ويې ويل  چې دغه پروګرام
په ناروغيو دخلکو دزيات اخته کيدو مخه نيسي .
په همدې حال کې ددغو سيمواوسيدونکي وايي  چې دخلکوپه تيره بيا دماشومانو  او د بوډاګانو ترمنځ   ناورغۍ  کمې شوي دي  ځکه چې دوي په تودو اوبو اوصابون دلاسونو دمنيځلو  ، دڅښاک دروغتيايي اوبو دکارولو  او له کثافاتو څخه دماشومانو دلرې ساتلو لارې  چارې  ددغو پروګرامونو په واسطه زده  کړي دي او رعايتوي يې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته