سیاست

د نا امنۍ له امله د لوګر يو شمېر اوسيدونکو د راى ورکولو کارت نه دي ترلاسه کړي

پل علم- باختر دلړم دمياشتې ٢٠
د لوګر ولايت د څلورو ولسواليو زياترو اوسيدونکو تراوسه پورې د راى ورکولو دکارت په ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي .
دلوګر ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر نعمت الله وردګ باختر آژانس ته وويل: په دې ولايت کې تراوسه پورې دپنځه زره تنو نجونو او ميرمنو په ګدون پنځه ويشتو زرو تنو د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي .
يو اړونده خبرځاى وايي: ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې د راى ورکولو د نوم ليکنې اته مرکزونه فعاليت لري. دغه راز په پل علم ښار او د محمد آغې په ولسوالۍ کې د راى ورکولو دکارتونو د ويشلو ګرځنده ګروپونه هم فعال دي.
دلوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي د ازرې، برکي برک، خروار او څرخ په ولسواليوکې امنيتي ستونزې دتاييدلولو په ترڅ کې وايي: ددغو سيمو زياتره اوسيدونکي د نا امنۍ او د طالبانو دګواښونو په سبب تراوسه پورې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په انتخاباتوکې د راى ورکولو دکارتونو په ترلاسه نه دي بريالي شوي.
ده زياته کړه: تر نورو دوو اوونيو پورې به د برکي برک او څرخ ولسواليو په لاروکې ستونزې اوارې شي او په لوګر ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا ټولو اوسيدونکو ته د راى ورکولو دکارتونو دترلاسه کولو لپاره د زمينې د برابرولو په خاطر هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته