پيښور باختر د مرغومي شلمه
دپاکستان خصوصي خبري شبکې جيو نن د خيبر ايجنسي په جمرود مارکيت کې دبم دچاودنې له امله دپنځه ديرشوتنو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دپاکستان ددي دان ورځپانې دخبر له مخې لومړۍ رپوټو نه څرګندوي د غه چاودنه دموټرو په تم ځاى کې په يو سرويس موټر کې وشوه اوزياتره وژل شوي کسان دبس موټر سپرلۍ وي .
په دې چاودنه کې پر وژل شويو کسانو سربيره څه ناڅه ٦٩ تنه نور ټپيان شوي دي چې ١٩ تنو روغتيايي حالت يي خراب بلل شوي دي .
ټپيان دپيښور ښار روغتونونو ته ليږدول شوي او دچاودنې دانګيزي د څرنګوالي په باب څيړنې پيل شوي دي .