خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه ترسره شوه

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د پوليو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د رئیسانو، د پولیو ادارې استازو، د نړیوال روغتیايي سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد پولیو ناروغي د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د یادې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړیوال سازمان، بېلګیټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.
عباد همدارنګه وويل چې د اسلامې امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زیږدیز کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ يواځې ۸ مثبتې پېښې لرلې ، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.
سرچينې زياته کړه، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې نوموړي ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیو ناروغۍ د له منځه تلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړ او ویې ویل، چې د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پلان کې لري، چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته