ورزش

په کابل ښار کې دفوټبال سياليو دوام وموند .

کابل باختر د لړم  پنځه ويشتمه :
په کابل ښار کې  دفوټبال دغوره ليک او دالف دګرپونو سياليو پرون مازيګر  په دوو لوبو سره دوام وموند .
دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل دفوټبال دغوره ليګ  په سياليو کې داردو دځوانانو ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دسري مياشتې ټيم ته ماتې ورکړه او دالف دګروپونو  په سيالۍ کې د جوانان ميهن ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره د توحيد پر ټيم بريالى شو .
دفوټبال غوره سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ او دالف دګروپونو سيالۍ دديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته