امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې دمهمو کسانو په ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول.

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٩ :
په  کونړ کې دناټو دبې پيلوټه الوتکې دبريد له امله اتلس تنه وسله وال طالبان
ووژل  شول .
  دکونړ ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباخترآ ژانس
خبريال ته وويل : دغه بريد  تيره شپه دکونړ ولايت دشيګل ولسوالۍ  په چوګان
ساحه کې وشو اوله امله يې  اتلس تنه وسله طالبان ووژل شول.
دسيدخيل دڅرګندونوله مخې  په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې
له خوا کونړولايت ته  نومول شوى والي  نورقاسم ، دشيګل ولسوالۍ  لپاره
نومول شوى ولسوال قاري عثمان او ددغې ډلې يو مشهور قوماندان  محمد
شامل دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل  په دغو عملياتو کې ملکي  وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته