کابل باخترد لړم د مياشتې ٨ :
دوسله والو طالبانو د ډلې ١٤ تنه غړي په فراه ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په فراه ولايت کې يوه امنيتي مقام باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هوايي پوځ له خوا د ناتو د پوځيانو په همکارۍ
ترسره شول.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې څو پټنځي هم له منځه وړل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ