امنیت

په فرا ه کې د اوو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فراه ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې طالبانو د فراه ولايت د مرکز په شور آباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې له څو  استقامتونو څخه بريدونه وکړل چې له امله يې  ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول
ده وويل چې په دې پېښه کې دپوليسو يوسرتيري ووژل شو اوڅلور تنه نور يې برسيرن ټپيان شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته