کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
د جوزجان ولايت پوليسو نن يو تن له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيوه .
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي
باخترآژانس ته وويل چې نيول شوي سړي ٨٦ کيلوګرامه اپين د اوړو په بوريو او د غوړيو په کارتنونو کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه د فارياب ولايت ته ولېږدوي .
خبرځاى زياته کړه دغه سړى د شبرغان _ مزارشريف په لويه لاره کې دپارک شهر په سيمه کې د پلټنې په وخت کې د پوليسو له خوا ونيول شو او نشه يي توکي يې ضبط شول.
د يوبل خبرله مخې ؛ يو ٢٥ کلن ځوان پرون د شبرغان ښار د جنګل باغ په ساحه کې په يوه لس کلن هلک د جنسي تيري په تور د پوليسو له خوا ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه په نيول شوي سړي پخوا هم د دغه شان جنايت د ترسره کولو تور لګول شوى و.، پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل