نړۍ

د ايران نوي جمهوررييس خپل کار پيل کړ

تهران نړيوالې خبري منابع  باختردزمري دمياشتې ١٣ :
د ايران دمنتخب  جمهور رييس حسن  روحاني د جمهوري رياست د حکم دتنفيذ مراسم پرون په  تهران  کې پرځاى شول او د جمهوري رياست خپله څلور کلنه  دوره يې په رسمي ډول پيل کړه .
روحاني هم په دغو مراسمو کې ويناوکړه .
د ايران روحاني مشر آيت الله علي خامنه يي هم په دغو مراسمو کې په نسبي ډول لنډه وينا وکړه او له پخواني جمهوررييس محمود احمدي نژاد څخه د مننې په ترڅ کې  يې روحاني ازمويل شوى سياستوال وباله .
په دغو مراسمو کې د ايټاليا اود فرانسې د سفيرانو په ګډون په تهران کې يوشمير سفيرانو هم ګډون کړى وو.
د ايران دمشر له خوا د جمهوري رياست د حکم تنفيذ يا تائيد د خلکو له  انتخاب وروسته او د جمهوررييس د لوړې   له  مراسمو مخکې ترسره کړي .
د روحاني د وفاداري د لوړې مراسم نن دايران په پارلمان کې پرځاى کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته