ټولنه

په سمنګانو ولايت کې دزرو کورنيو دڅښاک اوبه تامنيږي .

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
  دپنځو پرمختيايي پروژو عملي کار په سمنګانو ولايت کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دولسي تړون دپروګرام له خوا پيل شو .
دسمنګانو ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دولسي تړون  دولايتي دفتر مسوول ضيا رحيمي باختراژانس ته وويل چې دغه پروژې  ددغه ولايت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې دکرنې په برخه کې دخلکو په سلو کې  په لسو ونډې سره د څلورسوه  زرو مليونو افغانيو په لګښت دنړيوال پرمختيايي  بانک له خوا په شپږو مياشتو کې بشپړ کېږي .
خبرځاى زياته کړه چې  ددغو پروژو  په تطبيق سره  دڅه ناڅه زرو کورنيو دڅښاک داوبو ستونزې لرې کېږي  او يو زرو  دوه سوه  جريبه  کرنيزې ځمکې به خړوبې شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته