سیاست

امريکا د تروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې له افغانستان سره مرسته کوي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٠
دهيواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دپاليسي په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت له مرستيالې ميرمن کريستينا وارموت سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې اجراييه رييس افغانستان ته دامريکا د دفاع وزارت دمرستيالې دسفر او له افغانستان او ددغه هيواد وسله والو ځواکونو سره دامريکا دمرستو له امله قدرداني وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې دافغانستان سياسي او پوځي حالت ،چلنجونه،ګواښوونه،فرصتونه،دافغانستان سيمه ييزې اړيکې په تيره بيا له پاکستان سره اړيکې او له سيمې څخه بهر همکارى وڅيړل شوې.
دامريکا د دفاع وزارت مرستيالې دملي وحدت دحکومت برياليتوبونه او دهيواد دوسله والو ځواکونو خپلواکه دفاع وستايله او ويې ويل: افغانستان ته راغلې ده.
چې دافغانستان دملي وحدت له حکومت او ملي اردو په تيره بيا په هوايي برخه کې يوځل بيا دخپل هيواد ملاتړ اعلام کړى.
دامريکا د دفاع وزارت مرستيالې دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې تروريزم د دواړو هيوادونو پرخلاف ګډ ګواښ دى او متحده ايالات په دې مبارزه کې له افغانستان سره مرسته کوى.
دې دغه راز زياته کړه چې هيواد يې هيله لرى چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ښې شي.
دهيواد اجراييه رييس د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو ژمنو په عملي کولو باندې په ټينګار سره د دواړو هيوادونو دوسله والو ځواکونو ترمنځ د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته