امنیت

په سلوکې پنځوس امنيتي ځواکونه په انتخاباتي مبارز موظف شوي دي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
په  افغانستان کې دانتخاباتي مبارزو د پړاو له پيل کيدو  وروسته دبلخ ولايت امنيتي مسوولينو اعلام وکړ چې دوى دجمهوري رياست دنوماندانو دتامينولو اړتيا او ځواکمنۍ  لري.
په هيواد کې انتخاباتي مبارزې پرون ناوخته پيل شوې او دغه بهير به دانتخاباتو او د رايي ورکولودوخت له پيل  څخه تر دريو ورځو مخکې پورې دوام وکړي .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي باختر آژانس ته وويل  :
موږ  ددغه ولايت په سلو کې پنځوس امنيتي ځواکونه د جمهوري رياست او
دولايتي شوراګانو دنوماندانو دامنيت د تامينولو په خاطر موظف کړي دي .
ده زياته کړه :   تراوسه پورې چا دانتخاباتي مبارزو په خاطر دغې قوماندانۍ
ته مراجعه نه ده کړې او ښايي علت يې د واورې   اورښت  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته