امنیت

په هرات کې يو سړى د غلا په تور په څلورکاله بند محکوم شو

کابل/باختر/ د زمري ٢٩مه
په هرات کې يو سړى د غلا په تور په څلور کاله بند محکوم شو.
د هرات ښاري محکمې په علني ناسته کې د غلا په تور د يوه سړي قضيه وڅېړله چې په پايله کې تورن د څلورو کلونو بند په مجازاتو محکوم شو.
دغه سړى په هرات ښارکې د غلا په څو مواردوکې لاس درلود چې مجرم وپېژندل شو.
د محکمې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې هغوى د سندونو او شواهدو له څېړنې وروسته په غلا تورن سړى په څلور کاله بند محکوم کړ.
د دې ناستې په پاى کې د قضيې تورنو ته تفهیم شو چې د نه قناعت په صورت کې، د محکمې په حکم د هغوی د استيناف غوښتنې حق خوندي دى.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته