سیاست

نور الحق علومي: امنيتي ځواکونو ښه جنګي وړتيا پيداکړې ده .

کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي په افغانستان کې دناتو دځواکونودلوى قوماندانۍ له مرستيال سره وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو دپوليسو دځواکونو دملاتړ ، روزنې اوسمبالولو په لاره کې دهمکاريو ددوام او  داړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
دکورنيو چارو وزير په بيلابيلو برخوکې دنړيوالې ټولنې دهمکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل چې دناتو لوى  قوماندانۍ په تيرو ديارلسو کلونوکې دافغانستان دامنيتي  ځواکونو دروزنې  اوسمبالولو او دتروريزم پرخلاف دمبارزې په برخه کې  هراړخيزه  مرسته او همکاري کړې ده .
ده زياته کړه: دافغانستان امنيتي  ځواکونو اوس ښه   وظيفوي   ظرفيت او وړتيا  پيداکړې ده او دقانون دنافذولو  او په ټول هيواد کې د ډار اچوونکو ډلو په وړاندې دمبارزې په برخو کې خپلې دندې  په مستقل ډول ترسره کوي .
په همدې حال کې په افغانستان کې دناتو دلوى قوماندانۍ  مرستيال  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دظرفيت دلوړولو او ځواکمنۍ  په لاره کې دنړيوالې ټولنې دمرستو اوهمکاريو په دوام  باندې په ټينګار سره زياته کړه چې ناتو له تروريزم سره دمبارزې او دغوڅ  ملاتړ دپروګرام په چوکاټ کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې، سمبالولو  او مشورې  ورکولو په لاره کې ژمنه ده .  او په دې لاره کې خپلې مرستې اوهمکارۍ ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته