نړۍ

له جنوبي سوډان سره د ايټوپيا په پوله کې د وسله والوکسانو په بريدکې د ١٤٠ تنو وژل کيدل

اسوشيتدپرس  باختر د وري  نهه ويشتمه :
د ايټوپيا د ارتباطاتو وزير پرون  اعلام وکړ چې له جنوبي سوډان سره ددغه هېواد پولې ته څېرمه ګامبلا سيمه کې د وسله والوکسانو په بريدکې څه ناڅه ١٤٠ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
د اسوشيتد پرس دخبري آژانس دخبر له مخې:
ګتاچو ردا زياته کړه چې د وسله والوکسانو په بريدکې دغه راز يوشمېر  ماشومان تښتول شوي او جنوبي سوډان ته ليږدول شوي دي .
ده يادونه وکړه چې د ايټوپيا امنيتي ځواکونو ٦٠ تنه وسله وال يرغلګر ووژل او نور يې د جنونبي سوډان ته سرحدي سيمو پورې وڅارلي.
  د ايټوپيا د ارتباطاتو وزير وويل چې د (مورل) په نامه قبيلي پورې اړوند وسله وال کسان په جنوبي سوډان کې دي. جنوبي سوډان د ٢٠١٣ کال د دسمبر له مياشتې راپديخوا د جګړې او تاوتريخوالي ډګر دى .
په دغه هېوادکې د بحران له امله يو زيات شمېرخلک ګاوڼديو هېوادونو ته تښتيدلي دي او له همدې امله ايټوپيا د زرګونو تنو سوډاني مهاجرينوکوربه دى.
ايټوپيا دغه راز د وسله والو ايټوپيايي او د جنوبي سوډان د ډلو لپاره استوګنځى دى چې په دولتي او پوځي تاسيساتو بريدونه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته