ټولنه

دشاهين قول اردو دشهيدو افسرانو اوسرتيرو دفاتحې مراسم پرځاى شول .

کابل باختر د ثور څلورمه :
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دافسرانو اوسرتيرو دشهادت په مناسبت  دفاتحې اخيستلو او دقران کريم دختم مراسم پرون دباميانو ولايت دحج او اوقافو رياست په جومات کې پرځاى شول .
دباختر اژانس خبريال خبر راکړ: دباميانووالي محمد طاهر زهير په دغو مراسمو کې دشهيدانو روح ته ددعا ،  ټپيانو ته دسملاسي  روغتيا اودشهيدانو له کورنيو سره دډاډ ګيرنې اوغمشريکي  په ترڅ کې وويل :
افغانستان دخپل ملي امنيت په لاره کې  دبياکتنې او تامل  ته اړتيا لري .
  دې ته اړتيا ده چې دافغانستان خلک له حکومت سره په  همغږۍ  کې دامنيت دتامينولو لپاره دملي يو والي لاره غوره کړي او له دې لارې  ټولې ناخوالي او ناتار پاى ته ورسوي .
دغه راز دباميانو دعالمانو شورا رييس حجت الاسلام  سيد نصر الله واعظي  په دغو مراسمو کې وويل: هغه کسان چې مسلمانان په جومات کې او دلمانځه په وخت کې وژني مسلمان نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته