سیاست

اجرائیه رئیس د تاجکستان د بهرنیو چاروله وزیر سره په کابل کې وکتل

کابل باختر د وږي  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د تاجکستان له دبهرنیو چاروله وزیر سراج الدین اصلوف سره د دوه اړخیزو اړیکوپه باب خبرې وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائیه رئیس په نننۍ کتنه کې وویل، چې تاجکستان د کلونو په اوږدو کې په خورا مثبتې کاري روحیې سره د افغانستان ترڅنګ ولاړ دى، چې افغانان یې منندوی دي.
ده زیاته کړه، چې د دوو حکومتونو ترمنځ د ګډ کمېسيون د جوړونو کارونه باید په جدیت سره تعقیب شي او د ټرانسپورت، ټرانزیټ، انرژۍ اوپه نورو اړوندو برخو کې دوه اړخيزه پروژې چټکتيا پیدا کړي.
هغه د بندیانو د تبادلې، فرهنګي او کلتوري فعالیتونو د ښه والې او په عمومي توګه د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي باندې ټینګار وکړ.
د نن په کتنه کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین اصلوف هم له افغانستان سره د خپل هیواد د مثبتو تاریخي اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چي هیواد یې تیر ته په کتو، اوس هم له دغه هیواد سره نیکو اړیکو ته ژمن دی.
ده زیاته کړه، هیواد یې له افغانستان سره په سیمه ییزو مسايلو کې د تاجکستان د ملاتړ له خاطره منندوی دی او غواړي، چې د انرژۍ، ټرانزیټ، زیربنا او تجارت په برخو کې له دغه هیواد سره خپلې اړیکه او راشه درشه نور هم زیات کړي.
ده یادونه وکړه، چې په افغانستان کې سوله د سیمې هیوادونو ته ګټه رسوي او دلته نا امني د ټولو په تاوان ده، ځکه نو باید هر اړخیزې هڅې وشي، چې دغه سیمه امن او پرمختګ ته اماده شي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په نننۍ کتنه کې د هیواد له اجرائیه رئیس سره له افغانستانه، تاجکستان ته د ګازو د لېږد، له تاجکستان څخه افغانستان ته د برېښنا پر انتقال او یو لړ نورو مهمو موضوګانو هم خبرې اترې وشوې. ختم- ف

افغان اجرائیه رئیس د قطر د بهرنیو چاروله وزیر سره پر امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبري وکړې
١٩-کابل باختر د وږي  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د قطر هیواد د بهرنیو چارو له وزیر خالد بن محمد العطيه سره پر امنیتي او اقتصادي موضوعاتو بحث وکړ.
په دې کتنه کې چې نن سهار د کابل په سپېدار ماڼۍ کي وشوه، د افغانستان د سولې اوپه دې مسئله کي د ښکيلو خواوو پر همکارۍ او همږغۍ باندي خبرې وشوې.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د قطر د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه، چي په بیلا بیلو وختونو کې یې د افغانستان د سولي له بهير ملاتړ کړی او همداراز یې یو شمير افغان کارګروته په هغه هیواد کي د کار کولو شرایط برابر کړي دي.
ده زیاته کړه، هیواد یې د سیمي له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی او هیله لري، چي قطر هیواد به افغانستان کي خپله سیاسي نمایندګي پرانیزي.
ده همداراز وویل، افغانستان عقیده لري، چې د سیمې کچه له نويوبرابروشويو فرصتونو څخه باید ضروري ګټه پورته شي او فکر کوي، چې له تروریزم او فراطیت څخه باید د اقتصادي وسايلو په توګه ګټه پورته نه شي.
د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د قطر هیواد د بهرنیو چارود وزیر خالد بن محمد العطيه په کتنه کې له افغانستان سره د خپل هیواد د هر اړخیزو همکاریو یادونه وکړه.
ده زیاته کړه، دوی په دې هیواد کې ددایمي سولې د راتګ طرفدار دي او هیله لري، چي د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه د سیمياو هیوادونو د پيوستون لپاره ګټه پورته شي.
ده یادونه وکړه، چي دوی به افغانستان کي د خپلي سیاسي نمایندګۍ د پرانستني لپاره لومړني کارونه پیل او له طریقه به یې له دې هیواد سره خپلي اړیکي نوري هم غښتلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته