اقتصاد

د هېواد په شمال کې د بڼونو د جوړولو پروګرام پيل شو

 کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په شمال کې د مڼواو ناکو د زياتو بڼونو د جوړولو پروګرام پيل کړ.
دغه پروګرام پرون له بلخ ولايت خخه پيل شو.
ټاکل شوې ده د دغه پروګرام په بهيرکې د مڼو او ناکو ٢٨ زره ٨٦٠  نيالګي په ٦٥ جريبه ځمکه کې د هېواد په پنځو شمالي ولايتونو کې د کرنې، اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لارې کېنودل شي.
دغه نيالګي له بهر څخه پېرودل شوي او په ډېره ټيټه بيه پر بڼوالو وېشل کيږي .
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته