کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
پوليسو يو تن پرون په سرپل ولايت کې د يوقومي مشر د وژنې په تور ونيوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوى سړى قارى عبدالسميع نوميږي چې څه موده مخکې يې دسرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ دلغمان په کلي کې يو قومي مشر وژلى و .
دغه سړى دسرپل ولايت دپوليسو له خوا دځانګړو عملياتو په بهير کې له يو کلاشينکوف سره ونيول شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ