کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
درې تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان ځواکونو سره د نښتې په بهير کې ووژل شول .
دغه نښته تيره شپه دنورستان ولايت مرکز پارون ښارته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو په يوې ګزمې بريد وکړ.
د نورستان يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل : چې ددغې نښتې په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې د نور وسله وال طالبان غرونو ته وتښتيدل.
ويل کيږي چې په دې نښته افغان ځواکونوته زيان نه دى رسيدلى .
نورستان له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلو مترو په اوږدوالي دګډې پولې
په لرلو سره تل دپاکستاني جګړه مارانو او القاعده په ګډون د تروريستي ډلود فعاليت ډګر دى .
0 1 دقیقه لوستل