نړۍ

د داعش ډلې دخپل مشر نوى صوتي کسټ خپور کړ

_  بغداد فرانسپرس   باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
دداعش ډلې پرون  دخپل مشر  ابوبکر البغدادي نوى صوتي کسټ خپور کړ او ټينګار يې وکړ چې دى  لا تراوسه پورې  ژوندى دى .
دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې : ابوبکر البغدادي په دې صوتي کسټ کې ادعا کوي  چې  دداعش ضد ايتلاف  هوايي بريدونه نه شي کولاى   دعراق او سوريې  په بيلابيلوسيمو کې  ددغې ډلې دپرمختګ مخه ونيسي .
ده زياته کړه چې په موږ  دشپې او ورځې له بريدونو سره  سره   زموږ ځواکونه  په هيڅ صورت   له جګړې څخه  لاس نه اخلي دوى تر وروستۍ سلګۍ پورې  جګړې ته دوام  ورکوي .
داعش   دغه  اوولس  دقيقي صوتي  کسټ په داسې  حال  کې خپور کړى دى  چې دالبغدادي دوژل  کيدو اويا ټپي کيدو په باره کې ضد اونقيض خبرونه  اوريدل کيږي .
دفرانسې  خبري اژانس ددغه صوتي کسټ په باره کې  په يوه تحليل کې  وليکل  چې  البغدادي  موصل ته څيرمه دداعش ضد ايتلاف  دځواکونو بريدونو ته  کومه اشاره نه ده کړې .  خو  په دې کسټ کې   دڅو تيرو ورځو  ځينو پيښو اوله  دې جملې څخه  ده ته  دځينو تندلارو ډلو دبيعت اعلام ته اشاره شوې ده.
البغدادي ټينګار وکړ چې هوايي بريدونه بې ګټې دي. اوپه همدې دليل اوباما پتيلې ده چې يو زرو پنځه سوه تنه نور پوځيانو عراق ته واستوي  چې عراقي اوکردي ځواکونه دجګړې لپاره   و روزي .
ددغه خبر له مخې :  ده دغه راز په عربستان  دبريد ګواښ هم وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته