ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت خبرتيا

کابل باختر دورى دمياشتې  ١١ :
دپوهنې وزارت خبرتيا
ټاکل شوې ده دروان هجري لمريز کال دورى دمياشتې په  ١٦ نيټه دشنبې په ورځ  په ټول هيواد کې دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو انتخابات  ترسره شي  له دې امله  دوزيرانو شورا له پريکړې او  دپوهنې وزارت  دمشرتابه هيئت له لارښونې سره سم  خبر ورکول کيږي چې  دانتخاباتو دبهير دښه والي  ، په تعليمي مرکزونو  دهيواد ددښمنانو  دګواښونو دکمښت  او د زده کوونکو دسر دساتنې په خاطر  ټول ښوونځي سرله سبا  دروان کال  دورى دمياشتې له ١٢ نيټې  دسه شنبې له  ورځې څخه دورى دمياشتې  تر ١٧ نيټې ديکشنبې  تر ورځې پورې  رخصت دي  .
دلوست بهير دورى دمياشتې په اتلسمه نيټه  دراتلوونکي دوشنبې په ورځ له طرحه شوي مهال ويش سره سم بيا پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته