خبرونهټولنهTOP

جمهورريیس له یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د اختر مبارکي وکړه

کابل/ د غويي ۲۳مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف نن غرمه له یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د اختر مبارکي وکړه او هغوی یې ونازول.

په دې کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین په هغو ولایتونو کې چې روزونتونونه یې نه لرل، د نویو روزنتونونو د ایجاد او د یتیمو ماشومانو د ښوونې او روزنې پروګرامونو ته د پاملرنې په اړه معلومات ورکړل او د هغوی د خوړو مینو ته د زیاتې پاملرنې او هغوی ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې په اړه یې غوښتنه وکړه. ورپسې یو یتیم ماشوم د نورو په استازیتوب د خبرو او جمهوررئیس، د هیواد لومړۍ مېرمن او ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکۍ پرمهال په هیواد کې د سراسري سولې د تامین په خاطر او یتیمو ماشومانو ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه.

جمهوررئیس غني ټولو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د اسلام مبین دین کې یتیمان لوړ مقام لري، ځکه د اسلام خوږ پیغمبر (ص) هم یتیم و. یتیمانو ته درناوی، پاملرنه او د هغوی نازول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دنده ده. جمهوررئیس غني وویل، له دې وروسته به د روزنتونونو د مینو د اړتیا وړ غوښه له مسلخه برابره شي او پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته بورسیو ورکړې ته د پاملرنې لارښوونه کوم. همدارنګه د روزنتونونو وضعیت به وارزول شي او د ستونزو د رفع کولو لپاره به بیړني اقدامات وشي.

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته