امنیت

لوى څارنوالى څلويښت تنه څارنوالان په کار وګومارل

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د لوى څارنوالى د ادارې وياند وايي چې دغه اداره د غوره سالارۍ د اصل د رعايتولو په کارکې د تحرک او د عدالت د تامينولو په مقصد ٤٠ تنه څارنوالان نوي په کاروګومارل.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د لوى څارنوالى وياند بصير عزيزي نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د لوى څارنوالى ادارې د بشري منابعو، د نشه يي توکو او مسکراتو پرخلاف د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ، د پوځي چارو د څارنوالۍ او د هېواد د اتلسو ولايتونو د استيناف څارنواليو په ګډون په بېلابېلو برخوکې څلويښت تنه څارنوالان نوي وګومارل.
ده وويل: د دغو ټاکنو هدف د غوره سالارۍ د اصل په پام کې نيول، د ادارې په کارکې تحرک او د عدالت تامينول دي.
دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې نړيواله ټولنه د هېواد په عدلي مرکزونوکې په بدلونونو او اصلاحاتو او د لوى څارنوالۍ د کار په ښه والي ټينګارکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته