امنیت

په تخارکې د يوه لاسي بم د چاودني له امله يو ماشوم شهيد شو

 تالقان باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه  :
د تخار ولايت په مرکزکې نن سهار د يوه لاسي بم د چاودنې له امله يو ماشوم شهيد شو.
دغه بم د ناپيژاندوکسانو له خوا د تخار ولايت د مرکز تالقانو ښار په فقير آباد  کلي کې د استوګنې په يوه کور وغورځول شو.
د تخار ولايت د امينې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې     په دې پيښه کې د استوګنې د دغه کور دوه تنه نور اوسيدونکي ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې دغه پيښه د کورنيو دښمنو زيږنده ده او پوليسو د قضيې په اړوند  دوه تنه نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته