کابل باختر د چنګاښ ٢٤ :
د دايکندي ولايت په خديرولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پيښه کې اته تنه ديني عالمان شهيدان شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د خدير ولسوالۍ د پشت روق په سيمه کې رامنځته شوه او علت يې د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکى بې احتياطي بلل شوې ده.
د دايکندي ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې آمر سمونوال نوروزعلي باخترآژانس ته وويل: دغه عالمان چې د روژې د مبارکې مياشتې د فرايضو د تبليغ په مقصد دکيتي او خديرولسواليو ته روان وو؛ د دوى دسپرلۍ تونس موټر په پشت روق سيمه کې له سړک څخه ووت او چپه شو او دغه عالمان شهيدان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ