ښوونه او روزنه

په لوګرکې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړيږي

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د دغې ولسوالۍ د چمن د نجونو او هلکانو د منځني ښوونځي لپاره د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه لسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
عرب زياته کړه: په دې ودانۍ کې چې په يوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول  جوړيږي، اته درسي او دوه اداري خونې، تشنابونه او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي.
ده وويل: دغه ښوونځى په  ١٣٨٧ کال کې تاسيس شوى دى او زده کوونکي يې تر اوسه پورې په پرانستې فضا او کرايي کورونوکې په زده کړې بوخت دي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته