اقتصاد

د مزارشريف – تاشکند او د تاشکند – مزارشريف د مستقيمو الوتنو موافقه ليک لاسليک شو

کابل/ د لړم ٢٨مه/ باختر
د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولينو دغه موافقه ليک په بلخ کې د ازبکستان له مقاماتو  سره لاسليک کړ.
باختر آژانس ته د ملکي هوايي چلند ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغه سند په لاسليک سره د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) ترمنځ د مستقيمو الوتنو لپاره زمينه برابرېږي.
په دې برخه کې د الوتنو پيل د مسافرو د لېږد رالېږد لپاره د نويو فرصتونو د رامنځته کولو او له اقتصادي پلوه هېواد او هوايي خصوصي شرکتونوته ته زيات ارزښت لري.
دغه موافقه ليک د ملکي هوايي چلند ادارې د نړيوالو قوانينو او تړونونو رييس خليل الله ابوي په داسې حال کې چې د بلخ سيمه ييز مقامات هم حاضر وو، د ازبکستان د هوايي چلند ادارې له رييس سره لاسليک کړ.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته