روغتیا

د سرطان پرخلاف د مجادلې بنسټ پرانستل شو

-کابل باختر د زمري  اوومه :
د سرطان له ناروغۍ سره د مجادلې بنسټ يا ACF د جمهور رييس غني، د هېواد د لومړۍ ميرمنې، په ولسي جرګې کې د خلکو د استازو، د کابينې د وزيرانو او د کور ديپلوماتيک د غړو په گډون د جمهور ي رياست په ارګ کې پرانستل شو .
د جمهوري رياست د چارو د ادارې د لوى رياست د مطبوعاتو او د عامه پوهاوي رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه بنسټ د هېواد د لومړۍ ميرمنې د روغتيايي برخې له هلوځلو او د يو شمېر شخصي او دولتي مرکزونو د ډاکترانو په همکارۍ  فعال شوى دى چې يو وجهي صندوق هم لري .
په دې غونډه کې جمهور رييس له لومړۍ ميرمنې او له هغو بنسټونو او اشخاصو څخه چې د دغه بنسټ په پرانستلوکې ونډه لرله؛ په مننې سره د ماليې له وزارت څخه يې وغوښتل چې د نړيوالو دوستانو د همکارۍ د جلبولو په لاره کې هلې ځلې وکړي .
په دې غونډه کې د هېواد لومړۍ ميرمنې بي بي ګل غني د بنسټ د غړو او زړسواندو او پوه اشخاصو د نه ستړې کيدونکې هلوځلو له امله قدرداني وکړه .
  دې وويل: ماته ډيره مهمه ده چې د ثديه او رحم د سرطان په ناروغۍ اخته ميرمنې په دغه مرکزکې تر درملنې لاندې نيولې کيږي .
لومړۍ ميرمنې زياته کړه: د دغه شان مرکزونو جوړول يوه اړتيا او ارزښتناک دي، ځکه ناروغان په خپل هېوادکې تداوي کيږي او له اقتصادي او رواني پلوه له خلکو سره يوه ستره مرسته ده .
دې له هېوادوالو څخه وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او د سرطان د ناروغۍ پرخلاف د مجادلې له بنسټ سره په مشارکت او همکارۍ سره د زرګونو تنو انسانانو ژوند وژغوري . 
د ماليې وزير اکليل حکيمي له دغه بنسټ سره د ملاتړ د اعلام په ترڅ کې وويل چې د حکومت په استازيتوب د ماليي وزارت د لومړي مرسته کوونکي په توګه ١٥٠ زره امريکايي ډالره ورکړي دي .
ده زياته کړه: د دغه بنسټ د پياوړي کولو لپاره له بېلابېلو نړيوالو مرکزونو اوله مرسته کوونکو ټولنو سره خبرې شوې دي چې د سرطان د ناروغانو لپاره زياتې اسانتياوې برابرې کړي .
د عامي روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين  فيروز له سرطان سره د مقابلې په خاطر په دولتي روغتونونوکې د موجودو امکاناتو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په هېوادکې د سرطاني ناروغيو د درملنې په خاطر به يو روغتون جوړ شي .
ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل چې د عامې روغتيا وزارت دسرطاني ناروغيو د تشخيص، وقايې او درملنې په خاطر ځانګړې ستراتيژي لري او د توان تر پولې پورې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي .
د لومړۍ ميرمنې سلاکارې فوزيه علم د دغه بنسټ د هدفونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: زموږ هدف يواځې درملنه نه ده، بلکې د سرطان د ناروغۍ  مخنيوي، وقايه، په خپل وخت او سم تشخيص هم د دغه بنسټ له مهمو هدفونو څخه دي.
دې وويل چې د لومړۍ ميرمنې د دفتر روغتيايي څانګه د مرکز او ولايتونو د دولتي او شخصي روغتونونوله څيړنې وروسته وکولاى شول په دې باب تخنيکي او مشورتي بورد فعال کړي . 
ميرمن علم زياته کړه: له اتو مياشتو را پديخوا د جمهوريت په روغتون کې د سرطان د انکولوجي يا (او.پي.ډي) څانګه د عامې روغتيا د وزير په جدي همکارۍ فعاله شوې ده .
د لومړۍ ميرمنې سلاکارې څرګنده کړه چې اوس د سرطان د ناروغۍ اخته کسان چې پخوا کيميوتراپى په خاطر په هرو دريو اوونيوکې بايدګاونډيو هېوادونو ته تللي واى؛ په دې څانګه کې تر درملنې لاندې نيول کيږي .
دې د کميټې د غړو او د ډاکتر ميهن عبدالله د هلوځلو له امله چې د دغه بنسټ او د انکولوژى د څانګې  په جوړولوکې کليدي رول ترسره کړى دى؛ مننه وکړه .
د سرطان د ناروغۍ پرخلاف دمجادلې بنسټ په داسې حال کې پرانستل کيږي چې د نړۍ د روغتيايي سازمان د اټکل له مخې هرکال په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ نږدۍ٢٠ زره پيښې تشخصيږي او ناروغان  د تداوى په خاطر  اړ دي چې بهر ته لاړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته