سیاستخبرونهTOPټولنه

له ګوانتانامو څخه ازاد شوي ۲ افغانان له کلونو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شول

 کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

دا دوه افغانان، چې له کلونو راهيسې د امریکا په زندانونو کې بنديان وو، د اسلامي امارت له پرلپسې هڅو وروسته ازاد او نن بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.

د دوی راتګ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو له تود هرکلي سره مل وو.

ملا عبدالظاهر صابر د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار اړوند د حصارک د کلي اوسېدونکی دی، نوموړی د ۲۰۰۲م کال کې د امریکايي یرغلګرو له لوري ونیول شو او د بګرام په زندان کې تر ۴ میاشتو تېرولو وروسته د ګوانتانامو زندان ته انتقال شو.

صابر په ګونتانامو کې د ۱۷ کلونو بند تېرولو وروسته په ۲۰۱۷م کال کې له هغه ځایه عمان ته انتقال شو.

په دغو دوو کسانو کې دویم یې عبدالکریم نومېږي او د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ووزیان د کلي اوسېدونکی دی.

هغه په ۲۰۰۳ م کال کې د پاکستان د حکومت له لوري ونیول شو او څو میاشتې وروسته د یاد هېواد له لوري امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو او د ګوانتانامو په کرغېړن زندان کې د ۱۴ کلونو تېرولو ورسته عمان ته انتقال کړای شو.

هغوی  له ۲۰۱۷ م کال راهيسې په یاد هېواد کې تر څار لاندې او د سفر له اجازې پرته تېر کړي دي.

د دوی د کورنیو غړي هم خوښ دي، چې خپلوان یې له کلونو سختو شپو ورځو تېرولو وروسته خپل هېواد ته راستنېږي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت په هڅو د بشر نورزي په نوم یو بل افغان هم له ګوانتانامو څخه ازاد او خپل هېواد ته راستون شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته