امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې يوولس تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې وژل شوي دي .
  دکورنيو چاور وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  چې افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې د دولتي ضد عناصرو دځپلو په خاطر د لغمان ، کندز ، ارزګان ، ميدان وردګو ، غور او د بادغيس د ولايتونو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول او يوولس تنه نور ټپيان او نهه تنه نور ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه درنده اوسپکه وسله هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلې ده .
ديوبل خبر له مخې: دملي پوليسو منسوبينو د وسايطو ضد درې ماينونه  چې نوى د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره د زابل ولايت په  مربوطاتو کې ښخ کړاى شوي و؛ کشف او شنډ کړل او دکابل پوليسو پنځه تنه دنشه يي توکو په پلورنې او قاچاقو په تور دکابل ښار د دريمې او اوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته