اقتصاد

دباميانو ولايت دکرنې په کوپراتيفونو ٦٤ تراکتورونه وويشل شول

کابل باختر د وږې دمياشتې دويمه:
دکرنې او اوبولګولو وزارت له خوا اودنوي زيلاند دبيا جوړولو دولايتي ټيم په همکارۍ  په باميانو ولايت کې  دکرنې په کوپراتيفونو ٦٤ تراکتورونه وويشل شول.
دغه تراکتورونه  ديکاولنګ ، ورس  او دپنجاب په ولسواليو  اودباميانو ولايت په مرکز کې دکرنې په  ٦٤ کوپراتيفونو  وويشل شول.
دکرنې او اوبولګولو وزارت  دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ  :
ددغو تراکتورونو ټوله بيه څه دپاسه نهه سوه زره  امريکايي ډالره کيږي چي دنوي زيلاند دبيا جوړولو دولايتي ټيم له خوا ورکړ شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل   په اوس وخت کې  څه دپاسه درې زره تنه بزګران د يوي کولو اوپه باميانو کې دحاصلاتو دکچې دښه والي په برخو کې   ددغو کوپراتيفونو له تراکتورونو څخه ګټه اخلي .
دنويو وسايلو اودکرنې دماشين آلاتو رواجول  دکرنې او اوبولګولو وزارت  يو مهم لومړيتوب دى چې  دوخت په سپما ، دتوليددلګښتونو په کمښت او دکرکيلې دچارو په آسانه کولو کې مرسته  کوي اودکرنيزو حاصلاتو  دودې سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته