سیاست

دافغانستان او عراق ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست نن د عراق دبهرنيو چارو له وزير سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې دافغان اتباعو دسفر لپاره به  زياتې آسانتياوې  برابرې شي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست ضرار احمدعثماني نن دافغانستان او عراق ترمنځ دهمکارۍ  تفاهم ليک د عراق دبهرنيو چارو له وزير هوشيار زيباري سره چې کابل ته يې سفر کړى دى لاسليک کړ .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست د دغه تفاهم ليک له لاسليک کولو وروسته وويل
دغه تفاهم ليک عراق  ته دافغان زيارت کوونکو شرايط آسانوي او افغان زيارت
کوونکي به په آسانۍ سره وکولاى شي په عراق  کې دمقدسه اماکنو د زيارت په مقصد دغه هيواد ته سفر وکړي .
دعراق دبهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري  وويل :   د دغه تفاهم ليک لاسليک دافغان او عراق دملتونو د نږدې والي په لاره کې يوبل ګام دى .
افغانستان ته د عراق دبهرنيو چارو د وزير هوشيار زيباري سفر له  دريو لسيزو وروسته ديو عراقي مقام لومړى سفر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته