کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢ :
په خوست ښارکې د چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د خوست ولايت ويندوى مبارز ځدران د باخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه چاودنه نن سهار د خوست ښار په يوه مارکيټ کې هغه وخت وشوه چې چاوديدونکي توکي په يوه پلاستيکي کڅوړه کې ځاى پرځاى او د مارکيټ په دويم پوړکې ايښودل شوي و او کله چې د پوليسو له خوا وڅيړل شول؛ چاودنه وشوه چې له امله يې شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
خبرځاى وويل: د پيښې ټپيان له ډيل پرته د خوست ملکي روغتون ته وليږدول شول او د روغتون د مسوولينو د څرګندونوله مخې، دټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
پوليسو د پيښې په اړوند پلټنې پيل کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ