ښوونه او روزنه

کتاب لوستلو دود ته دې پراختيا ورکړ شي

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
په خوست کې د کتاب لوستلو د دود د رواجولو او بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د قاچاق او مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه و شوه.
هغه غونډه چې له همدې امله جوړه شوې وه ، د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس محمد امین شاه الفت وویل: ځوانان دې د کتاب لوستلو دود ته پراختيا ورکړي، ترڅو د علم په ګڼه سمبال او شته ستونزې له منځه یوړل شي.
ده دغه راز له ځوانانوڅخه هيله وکړه چې د بهرنیو هېوادونو د قاچاق او مخنیوي په برخه کې وګړي د قاچاق څخه را وګرځوي، ځکه چې قاچاق تل بدې پایلې لرلې او تل مو د دې له امله ځوانې هستې له لاسه ورکړې دي .
د چنار د خصوصي ښوونځي استاد بشر وويل: کوښښ دې وشي چې هر ځوان په ټولنه کې مطالعې او کتاب لوستلو ته وخت ورکړي او خپل وخت په کتاب لوستلو او مطالعه تیر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته