سیاست

د حکومت رهبري د ټاکنیزو کمېسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ

کابل باختر دکب شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټاکنیزو کمېسیونونو له نویو غړو او د دارالانشا له رئیسانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، جمهوررئیس وویل، د ټاکنو اړوند حکومتي بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري او ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کېږي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د دواړو کمېسیونونو خپلواکۍ ته په درناوي حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو او  د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتو دی.
پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته