امنیت

شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
  په روزګان ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو ډلې ته د سر دروند زيان  اوښتى دى .
دغه جګړې په تيرو څليرويشتوساعتوکې د روزګان ولايت په مربوطاتوکې ونښتي .
لومړۍ جګړه تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړ .
په روزګان ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو طالبانو د پوځيانو په کاروان دبريد په وخت کې دهغوى له خوا ډزې وشوې .
دغه راز نهه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د روزګان ولايت دخاص روزګان په ولسوالۍ کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته