کابل باختر دلړم دمياشتې ١٥نيټه :
د سمنګانو ولايت مسوولين او بزګران وايي چې د غنمو حاصلات د تېرکال په پرتله په سلوکې ٣٥ کمښت موندلى دى.
د سمنګانو د کرنې او اوبولګولو رياست د کرنيزو چارو آمر محمد عثمان حنفي باختر آژانس ته وويل چې د غنمو د حاصلاتو د کمښت علت وچکالۍ او د روان کال په پسرلي کې د باران نه اورښت و.
تېرکال د سمنګانو ولايت بزګرانو د دغه ولايت په مرکز او شپږو ولسواليوکې په ١٢٥ زره هکتاره آبي او للمي ځمکه کې غنم کرلي و چې له هغو څخه ٦٨ زره ٩٠٠ ټنه غنم ترلاسه کړي و. خو سږ کال له ١١٠ زره هکتاره ځمکه څخه يې ٤٥ زره ٢٠٠ ټنه غنم ترلاسه کړي دي چې د تېرکال په پرتله٢٣ زره٧٠٠ ټنه حاصلاتو کمښت موندلى دى.
د سمنګانو د کرنې د ادارې دغه مسوول وويل: د حضرت سلطان ولسوالۍ او د دغه ولايت د مرکز په مربوطاتوکې په لسګونو زره هکتاره ځمکه کې کرل شوي غنم د باران د نه اورښت له امله په بشپړه توګه وچ شوي و او حاصل يې ور نه کړ .
خبرځاى زياته کړه چې تر اوسه پورې په سمنګانو ولايت کې د غنمو کرکيله نه ده معياري شوې او په سلوکې ٩٠ بزګران غنم په سنتي ډول کري او که چيرې غنم په معياري ډول وکرل شي، حاصلات به يې زيات شي .
د شيرکبار کلي اوسيدونکى محمد همايون وايي: ما په ٢٥ جريبه للمي ځمکه کې د غنمو ٥٠ منه غنم کرلي و او له هغه څخه مې٢٠٠ منه غنم ترلاسه کړي دي، په داسي حال کې چې تېرکال له همدې ځمکې څخه مې ٣٤٠ منه غنم ترلاسه کړي و.
پاى ج ذ