امنیت

په هيواد کې پراخ امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
په داسې حال کې چې دجمهوري رياست انتخابات په راتلوونکو دوه درې ورځو کې ترسره کيږي دهيواد امنيتي مقامات وايي چې وسله وال طالبان اونورې تروريستي کړۍ دانتخاباتو دترسره کولومخه نه شي نيولى .
دباختراژانس دخبر له مخې، په داسې حال کې چې دافغانستان خلک په خپل هيواد کې دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو لپاره تيارى نيسى امنيتي انديښنې  ددغه ملي بهير دلارې پرسر مهم چلنج دى .
طالبانو دسيمې داستخباراتي سازمانونو په لارښوونه ګواښ کړى دى چې دغه بهير ګډوډه وي ، لکه څنګه چې په وروستيو ورځو کې په هيواد کې ډار اچوونکو فعاليتونو زور اخستى دى  او په طالبانو  پورې اړوندو وسله والو ډلو دهيواد په ځينو سيموکې په ډار اچوونکو او تروريستي  فعاليتونو لاس پورې کړى دى او دښځو او ماشومانو په ګډون يوشمير افغانان يې شهيدان کړي دي .
په وروستيو ورځو کې په هيواد کې تروريستي  فعاليتونو دومره زور اخستى دى چې طالبانو دښځو او ماشومانو دقاتل لقب  ځان ته ګتلى دى .
په وروستيو ورځو کې دغې ډلې دومره ښځې اوماشومان شهيدان کړي دي چې په وروستيو کلونوکې سارى نه لري .
سره له دې  چې طالبان دمخالفې وسله والې ډلې او دپاکستان داستخباراتي  سازمانونو داجيرې  ډلې  په توګه دثبات او دانتخاباتو دترسره کولو اصلي خنډ بلل کيږي خوامنيتي مقامات وايي چې وسله وال طالبان او مخالفين نور په هيواد کې دانتخاباتو دبهير دګډوډولو  ځواکمني نه لري .
ټاکل شوې ده دروان کال دورى دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دشنبې په ورځ دراى ورکولو په شرايطو برابر نږدې ديارلس مليونه تنه افغانان دراى ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او خپل راتلونکي مشر انتخاب کړي .
دهيواد په کچه دراى ورکولو شپږ زره اووه سوه پنځه اويا مرکزونه فعال شوي دي
دملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو دقوماندان جنرال  مرادعلي  مراد دڅرګندونوله مخې، دملي اردو څه ناڅه شپيته زره تنه پوځيان دانتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره موظف  شوي دي .
په همدې حال کې دملي دفاع وزارت ويندوى  جنرال محمد ظاهر عظيمي  دانتخاباتو دامنيت دتامينولو ډاډ ورکوي او زياتوي  چې دګواښونو دله منځه وړلو او دورنکارو فعاليتونو دمخنيوي  په مقصد لازم تدبيرونه نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت دغه مقام دانتخاباتو دترسره کولو په ورځ او له هغې څخه وروسته ورځو کې دامنيتي پروګرامونو په بيانولو سره وايي چې دملي اردو شپيته زره تنه پوځيان دانتخاباتو امنيتي دندې ترسره کوي .
دغه راز  نوي سنګرونه او استحکامات جوړ شوي دي ، دکوماندو قطعات په نظر وړ سيموکې ځاى پرځاى شوي دي اوزيان منوونکي سيمې ترامنيتي پوښښ لاندې نيولې  شوي دي  .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې دملي اردو اوسنى کميت درې سوه پنځوسو زرو تنو ته رسيږي او داړتيا په صورت کې به دملي دفاع وزارت زيات شمير پوځيان په خدمت وګوماري .
دترلاسه شويو معلوماتو له مخې، په کابل او دهيواد په نورو ښارونو ، ولايتونو او سيموکې هغه هم دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو په درشل کې امنيتي تدبيرونو زور اخستى دى .
هيوادوال په خپله ددې شاهدان دي چې پوليسو دنويو قرارګاه و  په جوړولو سره خپل پلټوونکي او امنيتي فعاليتونه پراخ کړي دي .
دامنيتي مقاماتو دڅرګندونو له مخې، دپوليسو ځواکونه به دانتخاباتو دترسره کولو په ورځوکې دښارونو اودراى ورکولو دمرکزونو دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه ولري .
په داسې حال کې چې دملي اردو ځواکونو دپوليسو دملاتړوپه توګه دعمل ډګر ته ورودانګل او دشاتنيو ساحو امنيت تامينوي .
  دکورنيو چارووزارت ويندوى  صديق صديقي دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو په اړوند وويل چې په تيرو دريو ورځوکې دپوليسو امنيتي فعاليتونه پراخ شوي دي او دپوليسو ټول  افراد دبشپړ تيارى په حال کې دي .
  ده زياته کړه چې امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او دپراختيا په حال کې دي .
  صديقي زياته کړه چې پوليس په بشپړ جديت سره په صحنه کې شتون لر ي اوکه چيرې اړتيا پيداشي درې سوه پنځوس زره تنه امنيتي ځواکونه په دندو وګومارل شي .
  په همدې حال کې يو بل امنيتي مسوول وايي  چې نيول شويو امنيتي  تدبيرونو دښارونو په حالت  باندې اغيزه  کړې ده لکه څنګه چې په راتلوونکو ورځو کې به هغه ټول وسايط چې ښارونو ته داخليږي تر زياتې پلټنې لاندې ونيول شي او دغه تدبيرونه په ټولو ولايتونو اوښارونوکې هم نيول شوي دي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې  کيږي چې ځينې هيوادوال په تيره بيا هغه کسان چې له ولايتونو څخه کابل ښار ته سفر کوي دامنيتي تدبيرونو پراختيا دخپلې لالهاندۍ  سبب بولي خو امنيتي مقامات دامنيت دتامينولو په لاره کې دخلکو همکاري ضروري  بولي او وايي چې دغه تدبيرونه دثبات دساتنې لپاره  حتمي دي  خو دغه تدبيرونه په دې کچه کې نه دي چې دکابل  ښاريانو او دنورو هيوادوالو دمزاحمت  سبب شي .
ديادونې وړ ده چې دانتخاباتو امنيتي چارې  په بشپړه  توګه دافغان امنيتي  بنسټونو له خوا پرمخ بيول  کيږي .
دايساف قوماندانانو هم ويلي دي که چيرې له دوى  څخه غوښتنه وشي ايساف هم له افغان امنيتي بنسټونو سره همکارۍ ته چمتو دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته