امنیت

پنځه اويا تنه ډار اچوونکي په پکتيکا ولايت کې ووژل شول

کابل باختر  دزمري ١١:
  پنځه اوياتنه ډار اچوونکي پرون  دپکتيکا ولايت دګوملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
د ٢٠٣  تندر قول اردو دستراتيژيکي  اړيکو او دعامه چارو امر دګروال فضل  خدا  باختراژانس ته وويل دغه ډار اچوونکي له هغه وروسته ووژل شول چې دپکتيکا  ولايت په ګوملې ولسوالۍ کې يې په ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړل .
فضل خدا زياته کړه چې په دغوبريدونوکې په لسګونو تنه نور مخالفان ټپيان شوي دي .  ده زياته کړه چې په دې پيښه کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته