امنیت

په فراه کې د يو ويشتو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د وږي٤مه
د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون يو ويشت وسله وال طالبان پرون په فراه کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول .
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د پشت رود ولسوالۍ په  مربوطاتو کې په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
هغه وويل، چې په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان شامل دى.
  ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته