نړۍ

د يونان په پايتخت کې سختې نښتې

اتن ايرنا  باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٦ :
د هغې جګړې له امله چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ  د يونان په پايتخت آتن ښارکې ونښته ؛ دغه ښار د جګړې په ډګر بدل شو.
باخترآژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ : په هغو پراخو مظاهروکې چې  دپنځلس کلن يوناني تنکي ځوان الکس ګريګورو پلوس د وژل کيدو د شپږمې کاليږې په مناسبت په آتن ښارکې ترسره شوې؛ ١٢٠ تنه مظاهره کوونکي ونيول شول.
پنځلس کلن  يو نانى  زده کوونکى  الکس  ګريګوروپلوس شپږ کاله مخکې په داسې حال کې چې  د آتن ښار په يوه مرکزي خيابان کې  د پوليسو په ډزوسره ووژل شو ، له هغه وخت څخه تراوسه پورې کال په کال ددغه زده کوونکي په درناوي د يونان  په زياترو ښارونو کې  پراخې مظاهرې کيږي .
امنيتي ځواکونو په دغو نښتو کې  د اوښکي بهوونکي ګاز په کارولو او له اوبو شيندونکو موټر څخه په استفادې سره په مظاهره کوونکو بريدونه وکړل.
د دغو مظاهرو په بهيرکې دآتن ښار په مرکز کې  څو پلورنځيو  او درول شويو موټرو ته هم اور واچول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته