امنیت

د ملي اردو ځواکونو چاڼیز عملیات په بریا سره دوام لري

کابل باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه : د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونوکې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، ۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز ،۸۹ځانګړي کوماندویي دندې او دوه ضربې یې په لاره اچولي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۱پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په پایله کې، د طالبانو د دوو تنو نومول شوي ولسوالانو په ګډون ۷۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او۶۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کونړ، غزني، پکتیا، قندهار، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب کندز، بدخشان ،نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول، په پایله کې دپکتیا ولایت د جاجي آریوب په ولسوالۍ کې ۲۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي، د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي، د غزني ولایت د ده یک، اجرستان او ګیرو په ولسواليو کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپيان شوي دي، د کندهار ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه تپیان شوي دي، د بادغیس ولایت د مقر په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان، یو میل توغندي لاسته راغلی، ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي او دمیرزایي، اندري او زیري کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي. دغه راز د کونړ ولایت د پیچ درې په ولسوالۍ کې د نورستان ولایت د دوآب ولسوالي لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال بازالدین په ګډون ۵ ته ترهګر وژل شوي، د پکتیا ولایت د لژه منګل په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان، د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د بدخشان ولایت د شهدا په ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حمیدالله سنګریار وژل شوی، یو میل کلاشینکوف او یوه مخابره لاسته راغلې او د ارزګان ولایت مرکز اړوند سیمه کې د دښمن ۸ موټر، ۴ موټر سایکلونه، ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي دي .# پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته