کابل/ باختر/ د تلې ۱۱ مه
د جمهوري ریاست د عالي مقام له حکم سره سم، یو درې اتاقه اپارتمان له یوې کورنۍ څخه د دریو شهیدانو هر یو ارواښاد محمدعظیم، ارواښاد عبدالعزیز او ارواښاد محمد ابراهیم وارثینو ته چې په غور ولایت کې له دښمن سره په مخامخه جګړه کې شهیدان شوي وو، ورکول کیږي. په دې حکم کې د ماليې او ښار جوړولو له وزارتونو څخه غوښتل شوي دي چې ډیر ژر دې د دغه اپارتمان د ملکیت د سند د ورکولو د بهیر پړاوونه بشپړ کړي.
ختم – ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ