روغتیا

دهلمند د روغتيايي علومو له انستيتيوت څخه ۷۰ تنه فارغ شول

لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ۶ مه
د هلمند ولايت د روغتيايي علومو له انستيتيوت څخه ۷۰ تنه ښځينه او نارينه محصلان د قابلګۍ، نرسينګ او فارميسي له څانګو څخه فارغ شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د هلمند والي حيات الله حيات وويل:حکومت مسُووليت لري، چې د روغتيا په برخه کې ځوانانو ته د زده کړې زمينه او د کار فرصتونه برابر کړي، چې په دغو برخو کې يې تر ډېره کار کړی او لا هم اړتيا ده چې دغه برخه بډایه شي.
والي محصلانو ته په اشارې سره وويل: ستاسو اوسنی فراغت بايد ددې سبب نه شي، چې پر خپلو زده کړو بسنه وکړئ، بلکې مهمه ده چې لا هم په خپلو اړوند برخو کې مخ ته لاړ شئ.
په همدې مهال دهلمند د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر مولاداد توبه ګار وویل چې له خصوصي پوهنتونو سره يې هوکړه کړې څو سل تنو محصلانو ته په کمو پيسو د زده کړو زمينه برابره کړي.
د ولايتي شورا غړې نرګس رخشانې بيا محصلانو ته د زده کړو د دوام لارښوونه وکړه او له قابله ګانو يې وغوښتل چې له ناروغانو سره نيک او ښه چلند وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته