امنیت

د مومندو ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دځانمرګو يرغلګرو بريد.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دمومندو ايجنسۍ دقبايلي سيمې دپوليسو په يو مرکه کې ديرغلګر او دحکومتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ : په دې بريد کې دسرحدي ځواکونو دوه تنه سرتيرى وژل شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول چې څلور واړه يرغلګر وځپي او دغه راز په دې بريد کې دسرحدي ځواکونو ١٤ تنه سرتيري ټپيان شول.
دجماعت الاحرار ډلې ددغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
خيبر ايجنسۍ يوه له اوو نيمه کورواکو سيمو څخه ده چې دالقاعده او مليشه طالبانو اډې پکې شتون لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته