سیاست

د پکتيکا والي له قومي مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
د پکتيکا ولايت یوسف خېلو، یحیی خېلو او د یو شمېر نورو سیمو قومي مشرانو د دغه ولايت له والي محمدالیاس وحدت سره د خپلو سیمو ستونزې او اړتیاووې شریکې کړې.
مشرانو د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت څخه مننه وکړه چې د ولسونو ستونزې اورې او هغوته د حل لارې چارې لټوي.
دوی دغه راز له ولایتي ادارې څخه وغوښتل چې په دغو ولسوالیو کې دې د بیار غونې، پوهنې او روغتیا چارې لا ګړندۍ شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وويل کله چې دا ډول قومي مشران او مخور د ښوونځیو جوړېدو، د پوهنې بهیر د پیاوړتیا او د بیارغونې پروژو غوښتنه وکړٍي،  خوښيږم او په زړه کې مې نوې هيلې راوټوکيږي چې زموږ خلک اوس په اصلي موخه پوه شوې او د هېواد جوړونې روحیه یې پیاوړې شوې ده.
ده په دې باندې ټينګار وکړ چې هروخت عام وګړي کولای شي چې خپلې ستونزې له ولايتي ادارې سره شريکې کړي او دوی ورته په ګډه د حل لاره پيدا کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته